ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یو مدني فعال وژلی دی

20 میزان 1400 ساعت 13:17

راپورونه وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو مدني فعال په ډزو وژلی دی.


راپورونه وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو مدني فعال په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۰ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند چهل متره سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شوی مدني فعال عبدالرحمن نومېږي، چې په لومړي سر کې سخت ټپي و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د عبدالرحمن ورور شاد نور مظلویار د خپل ورور وژل کېدل تایید کړي وايي، دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي، چې ورور یې چا او ولې وژلی دی.

د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

عبدالرحمن معاون په اصل کې د لغمان د کشمنډ سیمې اوسېدونکی و چې له تېرې شااوخوا دوه لسیزو راهیسې په ننګرهار کې په مدني فعالیتونو بوخت و.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

څو ورځې وړاندې سید معروف سادت چې د جمهور آژانس په ګډون یې له ګڼو رسنیو سره کار کړی و، د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو کې له دوه نورو کسانو سره و وژل شو او زوی یې ټپي شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143488

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143488/

جمهور
  https://www.jomhornews.com