۱
روسیه:

له ناټو په افغانستان کې پاتې شوې وسلې باید د ورانکارو لاس ته ونه لوېږي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۵
روسیې اندېښنه ښودلې، چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی څخه پاتې وسلې د ورانکارو ډلو لاس ته ونه لوېږي.
له ناټو په افغانستان کې پاتې شوې وسلې باید د ورانکارو لاس ته ونه لوېږي
روسیې اندېښنه ښودلې، چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی څخه پاتې وسلې د ورانکارو ډلو لاس ته ونه لوېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړي، چې د ورانکارو لاسونو ته د دغه وسلو د لوېدو مخه باید ونیول شي.

لاوروف چې نن سه شنبې د تلې ۲۰ مه د متقابل اعتماد جوړولو په نوم د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې خبرې کولې، دا مهمه وبلله چې له ناټو او امریکا څخه پاتې شوې وسلې د ورانکارو لاس ته ونه لوېږي.

نوموړي زیاته کړه، له افغانستانه د ناټو ځواکونو په بیړه وتلو د دغه هیواد وضعیت لا پېچلی کړ، په دغه هېواد کې ډېرې وسلې او مهمات پاتې شول.
لاروف و ویل«ډېره مهمه ده چې دا وسلې د ورانکارو هدفونو لپاره ونه کارول شي.»

بل خوا لاوروف وايي، طالبانو ویلي، غواړي چې د نشه يي توکو له کاروبار سره مبارزه وکړي، د سیمې په ګاونډیو هېوادونو کې بې ثباتي رامنځته نه کړي، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي، چې په وینا یې د دغو ټولو ژمنو عملي کېدا لومړیتوب دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي