جرمني: افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي

21 میزان 1400 ساعت 7:57

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي.


د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې مېرمن مېرکل دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین سرمشریزه کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې پرېنږدي افغانستان د ګډوډۍ ښکار شي، ځکه په وینا یې د دغه هېواد له اقتصادي پاشلتیا هېڅ نه شي تر لاسه کېدای.

مېرمن مېرکل و ویل «که په افغانستان کې مالي سیستم وپاشل شي او یا اقتصادي سیستم سقوط وکړي، په موږ کې به هېڅوک ګټه ونه کړي.»

هغې اندېښنه وښوده چې ۴۰ میلیونه افغانان له ناورین سره مخامخ دي ځکه چې برېښنا او مالي سیستم له لاسه ورکوي خو داسې باید ونه شي او دا باید د نړیوالې ټولنې هدف نه وي.

د جرمنې لومړی وزیرې پر طالبانو ږغ وکړ چې د ملګروملتو ټولو ادارو ته اجازه ورکړي چې خلکو ته مرستې ورسوي او همداراز طالبان باید د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې د مېرمن میرکل څرګندونې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي هم تایید کړې او ټینګار یې وکړ، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په تماس کې وي، خو د دې معنا به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 143502

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/143502/

جمهور
  http://jomhornews.com