اسلامي امارت د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د اعلان هرکلی وکړ

21 میزان 1400 ساعت 8:33

د افغانستان اسلامي امارت د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان سره د بشري مرستو د پروني اعلان هرکلی وکړ او د روڼتیا په برخه کې یې ډاډ ورکړ.


د افغانستان اسلامي امارت د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان سره د بشري مرستو د پروني اعلان هرکلی وکړ او د روڼتیا په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د دغو مرستو چې د افغانستان له خلکو سره کېږي او بلاغوضه وي هرکلی کوي.

ښاغلي مجاهد ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به پوره روڼتیا او ډاډ سره تر اړمنو کسانو پورې ورسول شي.

نوموړي ویلي« د روڼتیا په برخه کې بشپړ ډاډ ورکوو، تر هغه ځایه چې په اسلامي امارت پورې اړه لري، دغه مرستې به که خدای کول په بشپړه روڼتیا سره به اړو خلکو ته رسېږي.»

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې پرون دوشنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو د سرمشریزې تر پیل وړاندې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد یوورو مرسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې مشره اورزلا وان دیرلین د جي ۲۰ د سرمشریزې له غوندې وړاندې ویلي، دغه ټولنه به له افغانستان سره ۷۰۰ میلیون یورو او ۸۰۹.۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

خو ټینګار یې کړي، چې که طالبان غواړي دوامداره مرستې تر لاسه کړي، لومړی باید د اروپايي ټولنې پنځه شرطونه ومني.

دا شرطونه چې اروپايي ټولنې پر طالبانو ایښي د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته درناوی، په ځانګړي د ښځو حقونو ته، د ټرورېزم د خپرېدو مخنیوی، د ټولنې له ټولو قشرونو سره د خبرو په نتیجه کې د یوه ټول­شموله او انتقالي حکومت جوړول، خلکو ته د بشري مرستو رسول او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي وتل چې ژوند یې په خطر کې دی.

باید و ویل شي، چې د جي ۲۰ هېوادونو په پرونۍ غونډه کې له افغانستان سره په بشردوستانه او اقتصادي مرستو ټینګار او توافق وشو.

په دغه غونډه کې د ځینې هېوادونو مشرانو نړیوالو ته خبرداری ورکړ، چې افغانستان ملي او اقتصادي پاشلتیا ته باید پرېنښودل شي.

د جرمنې لومړي وزیرې انګلامېرکل و ویل، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي، ځکه دغه پاشلتیا د هېچا په ګټه نه ده.

د ایټالیا لومړي وزیر هم د مېرمن مېرکل د خبرو په تایید سره ټینګار وکړ، چې نړیوال باید له طالبانو سره اړیکه دوامدره وساتي خو په وینا یې دا په دې مانا نه دی، چې دوی یې په رسمیت پېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com