سپیڼه ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن له قوله وايي، امریکا غواړي له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانانو ته دیپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، بایډن دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین سرمشریزه کې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ.
د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو ملاتړ مهم دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان سره په بشردوستانه مرستو هم ټینګار کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه مرستې باید په مستقیم ډول طالبانو ته ور نه کړل شي.
د یادونې ده، چې د جي ۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پر ورکړې توافق وشو.
تر غونډې وړاندې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد بشردوستانه او اقتصادي مرستو د ورکړې اعلان وکړ.
په غونډه کې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلامېرکل نړیوالو ته خبرداری ورکړ، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي.
د ایټالیا لومړي وزیر هم د مېرمن مېرکل څرګندونې تایید کړې او ټینګار یې وکړ، چې له طالبانو سره باید اړیکې وپالل شي خو دا په د رسمیت پېژندولو په مانا نه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل