یوه اندونیزیايي خیره بنسټ له افغانستان سره ۷ لکه ډالر مرسته وکړه

21 میزان 1400 ساعت 10:39

د اندونیزیا طاهر خیره بنسټ له افغانستان سره ۱۰ میلیارډه اندونیزیايي روپیه وړیا مرسته کړې، چې اړمنو کسانو ته ورسول شي.


د اندونیزیا طاهر خیره بنسټ له افغانستان سره ۱۰ میلیارډه اندونیزیايي روپیه وړیا مرسته کړې، چې اړمنو کسانو ته ورسول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې پیسې چې ۷ لکه امریکايي ډالره کېږي د یونیسف له لارې به د افغانستان په لري پرتو سیمو کې د ګرځنده ټېمونو له لارې اړمنو ښځو او ماشومانو ته روغتیايي او خوراکي توکي ورسول شي.
 
د طاهر خیره بنسټ مشر دغه مالي مرسته په اندونیزیا کې د یونیسف استازې دبورا کامیني ته وسپارله.
 
طاهر خیره بنسټ غواړي په افغانستان کې اړمنو ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې ورسوي.
 
یونیسف په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د طاهر خیره بنسټ له مرستې مننه کړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com