یونیسف: ۳ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

21 میزان 1400 ساعت 13:39

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، تر درې میلیونه پورې افغان ماشومان سمدستي له سختې خوارځواکۍ کړیږي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، تر درې میلیونه پورې افغان ماشومان سمدستي له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یونیسف په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، یو میلیون نور افغان ماشومان له مرګ سره لاس و پنجې نرموي او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې له نړیوالو غوښتل شوي، چې ټول افغانستان او په ځانګړي ډول ماشومانو ته یې عاجله پاملرنه وکړي، کنه ستره بشري فاجعه به په دغه هېواد کې رامنځته شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې نورو نړيوالو بنسټونو او بشرپاله ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين د لا شدت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه کړې، چې افغانان دې د دغه وضعيت پر وړاندې حمایه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com