۰

له ازبکستان څخه د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوې

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
له ازبکستان څخه افغانستان ته د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي، چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.
له ازبکستان څخه د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوې
له ازبکستان څخه افغانستان ته د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي، چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د بخر له مخې مزي پرون چهارشنبې د تلې ۲۱ مه پرې شوې چې برېنښا شرکت یې لامل تخنیکي ستونزه بولي او د ژر حل کېدو خبر یې ورکړی دی.

د برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي، د برېښنا مزي د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې پرې شوي دي.

برېنښا پر داسې مهال پرې کېږي، چې تر دې وړاندې دا اندېښنې وې، چې برېښنا شرکت د برېښنا د صادرونکو هېوادونو پوروړی دی او د پور د نه ورکړې په صورت کې ښايي پر افغانستان برېښنا قطع کړي.

بريښنا شرکت هم په دې اړه انديښنه ښودلې او ویلي و، چې د بريښنا د پورونو نه ورکړه به د برېښنا د پرې کیدو سبب شي.

خو وروسته ازبکستان بیا ډاډ ورکړی و، چې د پورونو له وجې به پر افغانستان بريښنا پرې نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي