۰
پي آی اې او کام ایر ته د طالبانو خبرداری!

د ټکټونو قمیت مو په مخکني معیار برار کړی کنه الوتنې به مو بند شي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۵
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پاکستان هوايي شرکت پي آی اې او د افغانستان کام ایر خصوصي شرکتونو ته خبرداری ورکړي، چې د خپلو ټکټونو قیمتونه مخکني قیمت ته واړوي، که نه پروازونه به یې بند شي.
د ټکټونو قمیت مو په مخکني معیار برار کړی کنه الوتنې به مو بند شي
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پاکستان هوايي شرکت پي آی اې او د افغانستان کام ایر خصوصي شرکتونو ته خبرداری ورکړي، چې د خپلو ټکټونو قیمتونه مخکني قیمت ته واړوي، که نه پروازونه به یې بند شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت دا خبرداری وروسته له هغې ورکړۍ، چې ویل کېږي له کابله – اسلام آباد ته د پي آی اې د یوه مسافر د وړلو بیه له ۱۵۰ څخه ۲۵۰۰ ډالر ته پورته شوې ده.

د همدې امله په خواله رسنیو د خلکو سخت غبرګونونه راوپارېدل او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې په دغه کار کې لاس په کار شي او مخینوی یې وکړي.

له دې وروسته نن تازه په رسنیو د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خپره شوې خبرپاڼه لاس په لاس کېږي، چې په کې یې له پي آی اې او کام ایر خصوصي شرکتونو د ټکټ د بیې د ټیټوالي غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي«د پي ای اې او کام ایر خصوصي هوايي شرکتونو ته اطلاع ورکول کېږي، چې د کابل - اسلام آباد تر منځ د ټکټ قېمتونه د اسلامي امارت د فتحې نه مخکې، چې کوم قیمت معیار و، په همغه اندازه تنظیم کړي، د مخالفت په صورت کې به د دوی الوتنې په ذکر شوي خط السیز کې بندې شي.»

اسلامي امارت پر ټولو مسافرین او مراجعین هم غږ کړی، چې د تخلف او ټکټ لوړوالي په صورت کې په دې هلکه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره مرسته او مستند اسناد دې وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي