سي اېن اېن: امریکا له افغانستان د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي

22 میزان 1400 ساعت 12:13

سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو افغان همکارانو او خطر سره مخ کسانو د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي.


سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو افغان همکارانو او خطر سره مخ کسانو د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سي اېن اېن دغه خبر نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه د عاجل خبر په توګه ورکړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې دلیل نه دی روښانه او معلومه هم نه ده، چې ولې یې دا پرېکړه کړې ده.

امریکا دا پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر لپاره د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې یو ځانګړی استازی وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com