۰

د بشري حقونو د څار ډلې له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې چلند غندلی

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
د بشري حقونو د څار ډله وايي، ترک چارواکي د نړیوال قانون خلاف افغان پناه غوښتونکي په زور بېرته ایران ته باسي او دوی یې دا کار غندي.
د بشري حقونو د څار ډلې له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې چلند غندلی
د بشري حقونو د څار ډله وايي، ترک چارواکي د نړیوال قانون خلاف افغان پناه غوښتونکي په زور بېرته ایران ته باسي او دوی یې دا کار غندي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې پرون جمعه د تلې ۲۳ مه ویلي، ترکي ځواکونو نه یوازې افغانان په زور ایستلي، بلکې تاوتریخوالی یې هم ورسره کړی دی.

سرچینه وايي، پنځو افغانانو، چې ترکیې ایران ته شړلي و، دوی ته ویلي چې د ترکیې پوځ دوی او ورسره نور ملګري وهلي او ځینې یې دومره سخت وهلي چې هډوکي یې ورمات کړي.

د دغه پناه غوښتونکو په وینا چې ترکي ځواکونو د افغانان پناه غوښتونکو پنځوس کسیزې او دېرش کسیزې ډلې بېرته ایران ته شړلي دي.

د بشري حقونو د څار د ډلې په وینا د ځینو کورنیو غړي یې سره جلا کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیره نن ترکیې ته ولاړه شي او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره و ویني.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، مېرمن مېرکل باید ترکي چارواکي وهڅوي، چې د افغانانو له په زرو ایستلو څخه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي