د افغانستان اسلامي امارت ازبکستان ته د رییس الوزرا د دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر او له ازبک چارواکو سره د خبرو جزیات رسنیز کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، په ځانګړې توګه په راتلونکي ژمي کې سونتوکو او لومړنيو اړتياوو کې زياتوالی، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياوې، روغتيايي سکتور کې همکاري، د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف-کابل-پېښور رېل پټلۍ په باب هر اړخيزې خبرې ترسره کړې.
طالبان وايي، دا خبرې د ملا حنفي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمرزاکوف په وينا وو پيل شوې او وروسته د دواړوغاړو تخنيکي ټيمونو د دواړو هېوادونو د لیوالتیا وړ مسايلو پر جزئياتو تفصيلي خبرې وکړې.
د ښاغلي حنفي او ښاغلي زاکوف په لارښوونه، د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځ ته شول.
دغه کاري ټيمونه به پر اړوندو موضوعاتو خبرې کوي او خپلو-خپلو مشرانو ته به د راتلونکو ګامونو لپاره لارنقشې وړاندې کوي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وينا، راتلونکو لسو ورځو کې به لارنقشې بشپړېږي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي.
د مذاکراتو په پای کې هيله ښودل شوي، چې د دواړو غاړو کاري ټيمونه اړوندې چارې ژر بشپړې کړي او عملي ګامونه پورته کړي.
دا د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، یوه بهرني هیواد ته د دوی د تر ټولو لوړ پوړي پلاوي لومړنی سفر دی.
د ازبکستان ترڅنګ د نړۍ هیڅ هېواد، ان د طالبانو تر ټولو اساسي ملاتړي پاکستان لا د دې ډلې رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.
جمهورخبري آژانس:کابل