مېرمن مېرکل او اردوغان په افغانستان خبرې کړې دي

25 میزان 1400 ساعت 9:44

راپورونه وايي، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان کډوالو او افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.


راپورونه وايي، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان کډوالو او افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن مېرکل ویلي، دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي.

نوموړې زیاته کړې، چې نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي.

د غه راز مېرکل وايي،  له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کې زرګونه افغانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ کوښښ کوي خو د راپورونو له مخې پر دغه لارو سخت بندیزونه وضع شوي او کډوالو ته ان د سر خطر هم شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com