د برهان الدین رباني د حکومت لومړی وزیر احمدشاه احمدزی ومړ

25 میزان 1400 ساعت 10:28

د افغانستان یو پخوانی جهادي مشر او د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر انجینز احمد شاه احمدزی مړ شوی دی.


د افغانستان یو پخوانی جهادي مشر او د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر انجینز احمد شاه احمدزی مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینې رسنیو او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل د انجینر احمدزي مړینه تایید کړې، خو دا چې چېرته په اړه یې څه نه دي ویلي.

احمدزی، چې په لومړیو کې د عبدالرب سول سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي ګوند مرستیال وو د ۷۷ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د مجاهدینو د اسلامي دولت صدراعظم او په ۲۰۰۴ کې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه و.

احمدشاه احمدزی د ژوند په وروستیو کې له سیاف څخه لاره جلا کړې وه او د یوه بل ګوند له جوړولو سره یې خپلو سیاسي هڅو ته دوام ورکاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com