د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي

26 میزان 1400 ساعت 8:45

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد آل ثانی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد آل ثانی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  د دې مکالمې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو رویټرز ویلي، تر ډېره له افغانستان د امریکايي وګړو پر ایستلو بحثونه شوي.

راپورونه وايي، امریکا له قطر مننه کړې چې له افغانستان یې د امریکايي وګړو د ایستلو په بهیر کې پوره همکاري ورسره کړې ده.

قطر د تخلیې په ماموریت کې د امریکا تر ټولو ستر همکار هېواد دی چې له پیله یې تر دې له افغانستان سلګونه امریکایي وګړي ایستلي او ددې بهیر د دوام مسوول دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com