قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو مرسته کوي

26 میزان 1400 ساعت 9:05

د افغانستان د اسلامي امارت د چارو اداره وايي، قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنې کړې او د دغه مرستې سند یې طالب چارواکو ته سپارلی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د چارو اداره وايي، قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنې کړې او د دغه مرستې سند یې طالب چارواکو ته سپارلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا سند پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه د قزاقستان ځانګړي استازي يرجان قاضيخان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته په ارګ کې د لیدنې پر مهال سپارلی دی.

سرچینه د قزاقستان ځانګړي استازي يرجان قاضيخان له قوله وايي، دوی په دې خاصو شرايطو کې افغانستان هېرولاې نه شي.

د چارو ادارې پر ټوېټر پانه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

قزاقستان له افغانستان سره د دغه مرستې اعلان پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم ویلي، چې دوی د پاکستان پر ځای له قزاقستان سره د شپږ زره ټنه غوړیو قرارداد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com