ذبیح الله مجاهد: د مخابراتي شبکو نرخونه به راټیټ کړو

26 میزان 1400 ساعت 11:01

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې د تلېفوني مکالماتو نرخونه راټیټ کړي.


د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې د تلېفوني مکالماتو نرخونه راټیټ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، د موبایلونو له کرېډېټ کارتونو لس سلنه مالیه اسلامي امارت ته راځي او دوی هڅه کوي، په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړې، دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت ګومارلی دی او دوی به له مخابراتي شبکو سره تر خبرو اترو وروسته ددې نرخونو د ټيټولو لپاره کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، د مخابراتي سیستم پیاوړي کول او لا پراخول یې له مهمو کارونو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د مخابراتو سرپرست وزیر هم د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د مخابراتي سهولتونو د لا پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143687

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143687/

جمهور
  https://www.jomhornews.com