ترکیې د امریکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته د وتلو امر کړی

2 عقرب 1400 ساعت 8:27

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته له خپل هېواد څخه د وتلو امر کړی دی.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته له خپل هېواد څخه د وتلو امر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اردوغان وروسته له هغې دا امر وکړ، چې د یادو لسو هېوادونو سفیرانو په ترکیه کې د یوه بندي په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه.

دغه بندي چې عثمان کاوالا نومېږي او یو مشهور سودار دی له تېرو څلورو کلونو راهیسې پرته له محکمې په بند کې پرون دی.

ترکیه کې د امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، فېنلانډ، ډنمارک، هالينډ، نيوزيلنډ، ناروې او سویډن سفیرانو د کاوالا په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په کې یې د ترکیې له حکومته وغوښتل، چې د کاوالا دوسیه په منصفانه توګه وڅېړي او عدالت ورسره وکړي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې له وړاندې یې دې سفیرانو ته د اعلامیې د نه خپرولو خبرداری ورکړی و، یاده اعلامیه د ترکیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

له دې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یادو هېوادونو سفیران وروغوښتل او د اردغان له امر سره سم یې هغوی ته له ترکیې د وتلو امر وکړ.
تر اوسه پورې د یادو سفیرانو هېوادونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143858

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com