پاکستان: امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوو

2 عقرب 1400 ساعت 8:56

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی به امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی به امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

د جمهور آژانس خبر له مخې دغه وزارت هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي، چې ګواکي پاکستان په افغانستان کې د هوايي بریدونو لپاره خپل هوايي حریم امریکا ته په واک کې ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دوی په دې اړه پرېکړه کړې ده او هغه دا چې له امریکا سره په دې برخه کې همکاري نه کوي.

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا سترې نظامي الوتکې لکه بي ۵۲ ددغه هېواد له حریم تېرېدلې او بیا یې په افغانستان کې هوایي بریدونه کول.

امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دغه هېواد د هوایي حریم د کارولو لپاره له پاکستان سره هوکړې ته نږدې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com