طالبانو د روسیې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ

3 عقرب 1400 ساعت 7:52

د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د هغه څرګندونو هرکلی کړی، چې وايي، د طالبانو د مشرانو نومونه به د روسیې له تور لېست څخه وباسي.


د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د هغه څرګندونو هرکلی کړی، چې وايي، د طالبانو د مشرانو نومونه به د روسیې له تور لېست څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین د تېرې جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ویلي و، چې روسیه غواړي، طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست څخه وباسي.

د افغانستان نوي حکومت د روسیې د ولسمشر د دغه څرګندونو هرکلی کړی وايي، اسلامي امارت د ولسمشر ولاديمیر پوتین د هغه څرګندونو هرکلی کوي چې له مخې به یې د طا لب مشرانو نومونه د ترهګرو له لېست ایستل کېږي.

په ورته وخت کې مجاهد ټینګار کړی، چې دوی له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکي دي او په خبره یې جګړه ختمه شوې ده او اوس د دې وخت دی چې نړۍ له افغانستان سره ښه تعامل ولري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې،افغانستان له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي او د دې تمه لري چې ژر تر ژره له نړۍ سره اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com