امریکايي سناتوره:

خلیلزاد د سولې په تړون کې د افغان مېرمنو حقونو ته پاملرنه نه ده کړې

3 عقرب 1400 ساعت 10:08

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې غړې جین شاهین وايي، د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې په مذاکراتو کې د افغان مېرمنو حقونه په پام کې نه و نیولې او پاملرنه یې نه ده ورته کړې.


د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې غړې جین شاهین وايي، د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې په مذاکراتو کې د افغان مېرمنو حقونه په پام کې نه و نیولې او پاملرنه یې نه ده ورته کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن شاهین ویلي، دې په لومړي سر کې له خلیلزاد غوښتي و، چې ښځو ته په دغه مذاکراتو کې ونډه ورکړي خو په وینا یې هغه یې خبرې ته غوږ نه شو.
 
شاهین پرون یکشنبې د لړم ۲ مه اکسیوس خبري مرکز سره مرکه کې ټینګار کړي، چې خلیلزاد دا فرصت درلود، چې د افغان مېرمنو حقونه په لومړیتوب کې ځای کړي، خو دا کار یې ونه کړ.

نوموړې زیاته کړې«ما خلیلزاد په وار وار په دې اړه تر فشار لاندې راوست، موږ له دې سترګې نه شو پټولی چې موږ چا او څه شي دغه ځای ته راورسولو.»

اکسیوس خبري مرکز په خپل یادښت کې لیکي، چې ټول د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي څخه ناخوښ دي ځکه په وینا یې چې خلیلزاد په دغه تړون کې لومړنیو انساني حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com