پنځوس داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي دي

3 عقرب 1400 ساعت 10:13

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پنځوس تنه داعشیان له جګړې لاس په سر او ځانونه یې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پنځوس تنه داعشیان له جګړې لاس په سر او ځانونه یې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي زیاتوي، چې دغه داعشیان د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
 
 د چارواکو په وینا تسلیم شوي داعشیان له خپلو تېرو کړنو پېښمانه دي او د ننګرهار ملي امنیت ته یې ډاډ ورکړي، چې نور به ترهګر فعالیتونه نه کوي.

په ننګرهار کې دغه شمېر داعشیان پر داسې مهال امارت ته تسلیمېږي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې چاودنې ډېرې شوې او د کابو ټولو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 143908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com