۰

انټي ور: امریکا د افغان ملت په برخلیک لوبې کړې دي

دوشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
انټي ور نشریې په یوه اوږده مقاله کې امریکا د افغانستان په جګړه کې په بې پروایۍ تورنه کړې وايي، د میلیونو انسانانو په برخلیک یې لوبې وکړې.
انټي ور: امریکا د افغان ملت په برخلیک لوبې کړې دي
انټي ور نشریې په یوه اوږده مقاله کې امریکا د افغانستان په جګړه کې په بې پروایۍ تورنه کړې وايي، د میلیونو انسانانو په برخلیک یې لوبې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ټینګار کړی، چې امریکا باید له افغان جګړې او دلته له ماتې ستر درس واخلي.

په مقاله کې ویل شوي، امریکا د افغان جګړې په تړاو پوره بې پروايي کوله او دا یوازې بایډن نه و، چې د هر څه پړه دې پرې واچول شي، بلکې په دې ناورین کې د امریکا درې ولسشمران پړه دي.

د سرچینې په وینا امریکا د افغانستان جګړې ته د تیاتر د یوې صحنې په سترګه کتلي او دا یې هېره کړې چې هغه یو هېواد دی او میلیونونه وګړي پکې ژوند کوي چې باید حقوقو ته یې درناوی وشي.

په مقاله کې راغلي، په افغان جګړه کې امریکا ته ستر درسونه پراته دي، دوی باید په دې پوه شي چې د یوه ملت پر برخلیک یې لوبې کړې دي او له ورته سترو تېروتنو سره په نړۍ کې خپل باور بایللی شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي رسنیو ویلي، امریکا خپل باور په نړیواله کچه بایللی او په افغانستان کې د دوی کړنې د دې سبب شوې چې نور پر امریکا ان ملګري هېوادونه هم باور و نه کړي.

ان خپله د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړه په نړۍ کې د امریکا حیثیت ته زیان ورساوه او نور څوک پرې باور نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي