مالیزیا افغان نجونو ته د زده کړو زمینې برابرولو هڅه کوي

3 عقرب 1400 ساعت 10:41

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قمرالدین جعفر وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.


د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قمرالدین جعفر وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جعفر ویلي، دوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غړو او نورو هېوادونو سره خبرې کوي، څو وکړی شي په افغانستان کې د ښځینه وو لپاره د ابتدايي او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې دوی په یوازې ځان دا چاره نه شي ترسره کولی باید نور هېوادونه یې هم لاسنیوی وکړي څو په افغانستان کې د نجونو لپاره د لوړو زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او تر څنګ یې په تعلیمي برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، دوی هڅه کوي افغانستان ته سفرونه ولري او له نوي حکومت سره د زده کړو او تعلیم پر فرصتونو خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو د زده کړو موضوع ځنډول شوې او دا مهال لکونه نجونې له نیمه او لوړو زده کړو بې برخې دي.

د افغانستان اسلامي امارت وايي، دوی د زده کړو او ښځو د کار مخالف نه دي او هڅه کوي، چې په یوه چوکاټ کې د ننه د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com