ملابرارد دوحې ته تللی، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یې لیدلي

3 عقرب 1400 ساعت 10:47

د راپورونو د مخې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد دوحې ته تللی او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مدیر سره یې کتلي دي.


د راپورونو د مخې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد دوحې ته تللی او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مدیر سره یې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي برارد پرون یکشنبې د لړم ۲ مه دوحې ته رسېدلی او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مدیر اچیم سټینر سره یې کتلي دي.

راپورونه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې او ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

ملا برادر ویلي چې افغانان دمګړی بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مدیر ژمنه کړې چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com