ملا عبدالغني برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر سره دوحه کې کتلي دي

4 عقرب 1400 ساعت 8:02

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون دوشنبې د لړم ۳ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت او نورو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د دواړو لورو تر منځ خبرې لا هم دوام لري، چې د افغانستان د روان وضعیت، دواړو هېوادونو تر منځ پیاوړې سیاسي او اقتصادي اړیکې یې د خبرو منځپاڼګه ده.

د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوی هم دوحه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي سره د دواړو هېوادونو په مهمو اړونده مسایلو دوه ورځنۍ خبرې اترې ولري.

باید و ویل شي، چې ښاغلي غني برادر تر دې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو له مسوولینو او استازو سره هم دوحه کې لیدلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com