اروپايي ټولنه:

 له افغانانو سره مرسته کوو خو دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده

4 عقرب 1400 ساعت 9:02

اروپايي ټولنه وایي، له طالبانو سره اړیکې یې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي، بلکې دا اړیکې د اړمنو افغانانو سره د مرستې په خاطر دي.


اروپايي ټولنه وایي، له طالبانو سره اړیکې یې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي، بلکې دا اړیکې د اړمنو افغانانو سره د مرستې په خاطر دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ټولې ویاندې نبیلې مسرالي ویلي، له طالبانو سره یې اړیکې د بشري مرستو د دوام، له افغانستان د اروپایانو او له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو په موخه دي.

نوموړې وايي، اروپايي ټولنه غواړي په افغانستان کې د همدې په خاطر لږ حضور ولري، خو د امنیتي دلایلو له امله اوس ټول جزیات نه شي شریکولی.

مسرالي ټینګار کړي، چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، بلکې غواړي له هغو افغانستان سره همکاري وشي، چې د اروپايي ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې« په کار ده چې له طالبانو سره په تماس کې واوسو او د اروپایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو د خوندي ایستلو لار هواره کړو او همدا راز ډاډه شو چې افغانانو ته بشري مرستې رسېږي.»

د اروپايي اتحادیې ویانده په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټینګار وکړ چې د ملګروملتونو دوو ادارو سږنی ژمی د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د سږکال په ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو له نه مصونیت سره مخامخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com