۰

خان له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۰
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
خان له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، عمران خان په خپلو خبرو کې له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه.

دغه دفتر د عمران خان له قوله په ټوېټر لیکلي، چې ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د زرغون منځني ختیځ طرحې په نوم کنفرانس په څنډه کې وکتل.

عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ.
د دغه لیدنې او خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي