روسیه د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې جوړوي

4 عقرب 1400 ساعت 9:28

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو پتیلې، چې د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې او کنفرانسونه هم جوړ کړي.


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو پتیلې، چې د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې او کنفرانسونه هم جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف دا هم ویلي، چې مسکو د کابل لپاره د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دی، نو له همدې کبله غواړي د دغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې سبا چهارشنبې د لړم ۵ مه به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په اړه څو کنفرانسونه جوړ شي.

کابلوف ټینګار کړی، چې نړۍ باید د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرستې ډېرې کړي، له نوي حکومت سره دې مرسته وکړي او پر دوی دې فشارونه نه راولي.

د روسیې استازی وایي، د نړۍ اوسنی چلند د افغانستان پر وړاندې د بشري ناورین سبب کېدلی شي، ځکه دمګړی په افغانستان کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بلخوا کابلوف دا هم ویلي، چې روسیه به ډېر ژر افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسوي او د دې کار لپاره دفاع او روغتیا وزارتونه له وړاندې لاس په کار شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com