د افغان کډوالو د سپانسر کولو لپاره د امریکا نوې طرحه

4 عقرب 1400 ساعت 9:34

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه څرګنده کړې، چې پر مټ یې امریکایان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او امریکا کې مېشتولی شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه څرګنده کړې، چې پر مټ یې امریکایان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او امریکا کې مېشتولی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه طرحه پرون دوشنبې د لړم ۳ مه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.

دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.

تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com