د افغانستان د اسلامي امارت او چنايي چارواکو تر لیدنې وروسته چین افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون دوشنبې د لړم ۳ مه د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او ورسره پلاوي سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا او لا ټینګښت خبرې اترې کړې دي.
چین ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او د لا پراختیا په حال کې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په خپلو خبرو کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او د دغه هېواد تر څنګ ولاړ دي.
په ورته وخت کې ملا برادر هم له چینایي لوري مننه کړې چې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
ښاغلي برارد چینايي لوري ته ډاډ ورکړی چې له ټولې نړۍ سره د سالمو او ګټورو اړیکو ملاتړي دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ او ټاکل شوې د چین له بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي سره وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل