ملګري ملتونه:

افغان مېرمنو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي

4 عقرب 1400 ساعت 10:23

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو مېرمنو ته ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

 دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com