چین:

له افغانستان سره همکارۍکوو، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوو

4 عقرب 1400 ساعت 13:46

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښايي يي دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۴ مه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

وانګ يي ویلي، هېواد به یې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

خو په وینا یې چین به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر ډیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان زده‌ کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌ کړو د فرصتونو پر برابرولو خبرې اترې کړې دي.

سرچینې د وانګ یې له قوله زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په ګڼو برخو کې به د همکاریو د لا پراختیا په موخه په راتلونکي کې ګډې ناستې جوړېږي او یو ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره ولیدل.

تر مقتي مخکې پرون د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له وانګ یي او ورسره پلاوي سره د افغانستان په روان وضعیت، بشري مرستو، دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې اترې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143983

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143983/

جمهور
  https://www.jomhornews.com