د افغانستان او تاجکستان تر منځ سوداګري کابو ۸۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

5 عقرب 1400 ساعت 11:25

د تاجکستان د سوداګرۍ برخې چارواکي وایي، چې روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.


د تاجکستان د سوداګرۍ برخې چارواکي وایي، چې روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه چارواکو په وینا روان کال د افغانستان او تاجکستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ۷۶.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده، چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.

د تاجک چارواکو په خبره د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په کچه کې شاوخوا ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.

دوی وايي په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو سره سوداګري یو څه زیانمنه شوې ده، خو تمه لري چې دغه لړۍ لنډمهالې وي او بېرته په سیمه کې سوداګري وده وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 


د مطلب کود: 143999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com