کرزی: ښځینه کارکوونکې دې خپلو دندو ته پرېږښودل شي

6 عقرب 1400 ساعت 7:49

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمشني له ځانګړۍ استازې دیبورا لاینز سره کتنه کې دندو ته د منع شویو ښځینه دولتي کارکوونکو د ستنېدو غوښتنه وکړه.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمشني له ځانګړۍ استازې دیبورا لاینز سره کتنه کې دندو ته د منع شویو ښځینه دولتي کارکوونکو د ستنېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي پرون چهارشنبې د لړم ۶ مه له مېرمن لاینز سره لیدلي او ټينګار یې کړي، چې نوی حکومت باید ښځینه دولتي کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.

ښاغلي کرزي تر دغه لیدنه وروسته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې ليدنه کې د عاجلو بشري مرستو، د روغتيايي او تعليمي کارکوونکو د معاشونو، زده کړو ته د نارينه او ښځينه وو د بيا ورتلو په اړه هم خبرې شوي دي.

حامد کرزي په خاص ډول د مرستو د عاجلې همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر يوناما رول مهم ګڼلی او په دې برخه کې يې د ډېرو هڅو او همکارۍ ټينګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com