خلیلزا: افغانستان کې لا هم د امریکا کار پاتې دی

8 عقرب 1400 ساعت 8:30

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا ماموریت او کار لا هم په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا ماموریت او کار لا هم په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، امریکا لا هم ډېر مسوولیتونه لري چې باید په افغانستان کې یې ترسره کړي.

دی وايي،سره له دې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي وو، خو لا هم ډېر هغه شرایط پاتې دي چې عملي شوي نه دي.

خلیلزاد زیاتوي، که څه هم په افغانستان کې یو قانوني حکومت وپاشل شو او طالبان واک ته ورسېدل خو بیا هم د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې له دغه ډلې سره تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ټینګار کړي، چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې شرایط ومني او نړیوال دې هم اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې جګړې دوام وکړي او د یوه بل ناورین سبب شي.

دی وايي، له افغانستان سره باید مرستې پیل شي، د دغه هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او د هر ډول احتمالي ناورین مخنیوی دې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com