۰

ایټالیا له افغانستان سره بشري مرستې کوي

یکشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۰
د ایټالیا لومړی وزیر وایي، هېواد یې له ملګرو ملتونو سره مرسته کوي، څو افغانانو تته بشردوستانه مرستې ورسوي.
ایټالیا له افغانستان سره بشري مرستې کوي
د ایټالیا لومړی وزیر وایي، هېواد یې له ملګرو ملتونو سره مرسته کوي، څو افغانانو تته بشردوستانه مرستې ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جي شل هېوادونو د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د ایټالیا له لومړي وزیر او ځینو نورو مهمو چارواکو سره کتلي دي.

راپورونه وايي، په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو د منشي او ایټالیايي چارواکو تر منځ له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په کولو خبرې وشوې.

ایټالیايي چارواکو ویلي، دوی له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي څو وکړی شي بشردوستانه مرستې په مستقیمه توګه اړمنو کسانو ته ورسوي او دا چاره به ورته اسانوي.

دغه چارواکو دا نه ده واضح کړې، چې د افغانستان سره څومره بشردوستانه مرستې کوي او څه وخت به یې افغانستان ته ولېږي.

ایټالیا پر داسې مهال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو اعلان کوي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس همدا اوس په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه زیات وګړي د لوږې سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه او هېوادونه له افغانستان سره جدي او بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو په دغه هېواد کې به لوی بشري ناورین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي