امریکا له افغانستانه ۶۰۰ نور امریکایان او افغانان ایستلي دي

9 عقرب 1400 ساعت 8:23

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اګست میاشتې له پایه تر اوسه پورې یې ۶۰۰ نور امریکايي او افغان وګړي له افغانستانه ایستلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اګست میاشتې له پایه تر اوسه پورې یې ۶۰۰ نور امریکايي او افغان وګړي له افغانستانه ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دغه کسان د طالبانو په مرسته ایستل شوي، چې ۳۴۶ یې امریکایان او ۲۴۵ نور افغانان دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو تېره اوونۍ هم د هغو امریکایانو او افغانانو په ویستو کې مرسته وکړه، چې امریکا ورته ځانګړې ژمتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com