اصغر افغان له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه

9 عقرب 1400 ساعت 8:42

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي او پخواني بریالي کپتان اصغر افغان له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي او پخواني بریالي کپتان اصغر افغان له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان چې دا مهال له افغان لوبډلې سره د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریزه جام په لوبو بوخت دی، پر پاکستان د لوبې تر بایللو وروسته خپله استعفا اعلان کړه.

نوموړي پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د یوه ویډیويي پیغام له لارې ویلي، چې نن د لړم ۹ مه به د نمیبیا سره تر لوبې وروسته خپله استعفا رسمآ اعلان کړي.

افغان چې د تېرو ۱۶ کالو راهیسې د ملي لوبډلې لوبغاړی او کابو ۷ کاله یې کپتان وو، په دغه پیغام کې ویلي« نن د خپل ژوند باره کې غواړم چې یوه ډېره مهمه پرېکړه وکړم تر څو ځوانانو ته نور فرصت هم برابر شي. کېدای شي امکان لري سبا زما اخرنۍ لوبه د انټرنیشنل (نړیوال) کرکټ شي، استعفا ده... دا فیصله کول ډېر مشکل وي د لوبغاړي لپاره...»

ښاغلي افغان په خپلو خبرو کې د ټولو هغو لوبغاړو او روزنکو څخه مننه وکړه چې له هغه سره یې همکاري او مرسته کړې ده.

هغه د خپلو مینه والو او منتقدینو څخه هم مننه وکړه او و ویل چې د هغوی له انتقاد څخه یې ډېر څه زده کړي دي.

اصغر افغان تر دې دمه افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو بریالی کپتان بلل کېږي خو په انفرادي لحاظ د هغه په لوبو تل نیوکه شوې ده.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ لوبې کړې چې ۲۴۲۴ منډې لري، یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس ښاغلي افغان تر دې دمه ټولې ۷۴ شل اوریزې لوبې کړې چې ۱۳۵۱ منډې یې کړي دي. او شپږ ټست لوبې یې کړې چې ۴۴۰ منډې یې لري چې یوه یې سلیزه ده.

ښاغلی افغان په ۲۰۱۷ کې د نوروز منګل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي لوبدلې کپتان وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144129

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com