۰
امریکايي دیپلوماتان:

کابل کې مو د سفارت تړل کېدو د کلونو خوراي عبث کړه

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۳
امریکايي رسنیو د یو شمېر امریکايي دیپلوماتانو له قوله ویلي، چې کابل کې د امریکا سفارت تړل کېدو د دوی د کلونو خوراي عبث کړه.
کابل کې مو د سفارت تړل کېدو د کلونو خوراي عبث کړه
امریکايي رسنیو د یو شمېر امریکايي دیپلوماتانو له قوله ویلي، چې کابل کې د امریکا سفارت تړل کېدو د دوی د کلونو خوراي عبث کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دیپلوماتانو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې ټینګار کړی، چې د سفارت تړل کېدو د کلونو خوراي په اوبو لاهو کړې ده.

دغه ډیپلوماټانو زیاته کړې، چې متحده ایالاتو باید په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستل کېدو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې وای.

په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن بیا ویلي، د خطر نه منلو پالیسي د امریکا بهرنی سیاست د ناکامۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.

بلېنکن وايي امریکايي ډیپلوماټان په هغه صورت کې مؤثریت لري چې په بهرنیو هېوادونو کې له خلکو سره په اړیکه کې پاتې شي خو امریکایي چارواکي په ټولو هېوادونو کې یوازې له دولتونو سره په اړیکه کې پاتې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي