کابل کې د غلو دوه ډلې نیول شوې دي

10 عقرب 1400 ساعت 9:14

د کابل امنیتي چارواکو په دغه ښار کې د غلو د دوه ډلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


د کابل امنیتي چارواکو په دغه ښار کې د غلو د دوه ډلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو استخباراتي چارواکو ویلي، د غلو دغه ډلې د کابل د نهمې حوزې اړوند پکتیا کوټ سیمه کې نیول شوې دي.

د دوی به وینا دغه غله ۷ کسان و، چې له وسلو او موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

د طالبانو په وینا دغو کسانو د خلکو له کورونو په زور موټر او نور قیمتي شیان وړل.

د یوه بل خبر له مخې ویل کېږي امنیتي کسانو د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې هم درې کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com