بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو چاودنه شوې

10 عقرب 1400 ساعت 13:24

راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلوچستان پولیس وايي، چاودنه هغه مهال شوې، چې د اېف سي ځواکونو یو موټر له سیمې د ترېدو په حال کې وو.

د دوی په وینا په دغه چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې د ورته ډېرو پېښو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ اخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com