۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

غني راته ویلي وو، واک د طالبانو په مشرۍ ټولشموله حکومت ته سپاري

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۷
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا ویلي، مخکني افغان ولسمشر غني پر هغه ژمنه چې له امریکا سره یې کړې وه ونه درېده.
غني راته ویلي وو، واک د طالبانو په مشرۍ ټولشموله حکومت ته سپاري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا ویلي، مخکني افغان ولسمشر غني پر هغه ژمنه چې له امریکا سره یې کړې وه ونه درېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن له سي بي اېس تلوېزیون ته په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې ښاغلي غني ورسره هوکړه کړې وه، چې واک به د طالبانو په مشرۍ یوه ټولشموله دولت ته سپاري.

خو په وینا یې اشرف غني د شوې ژمنې خلاف او د هوکړې تر عملي کېدو مخکې له افغانستان څخه ووت.

دی وايي، ښاغلي غني ورته دا ډاډ هم ورکړی و، چې که طالبان ټولشموله حکومت ونه مني، نو تر وروستۍ سلګۍ پورې به ورسره جنګېږي.

بلېنکن وایي، ان د جمهوریت تر سقوط یوه ورځ مخکې یې له ښاغلي غني سره په دې اړه خبرې شوې وې او فشار یې پرې راوړی و، چې واک دې د طالبانو په مشرۍ یوه ټولشموله دولت ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، که څه هم غني ورته ویلي چې دی چمتو دی خو داسې ونه شو او په سبا یې هغه له افغانستانه وتلی و.

بلینکن د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د دوی هېڅ استخباراتي ادارې هم دا نه وه پتېیلې چې په ۱۱ ورځو کې به هر څه دومره ستر بدلون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي