۰

د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۶
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، د سپین بولدک – چمن دروازه د افغان مسافرو پر مخ پرانستل شوه.
د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوه
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، د سپین بولدک – چمن دروازه د افغان مسافرو پر مخ پرانستل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه دروازه نن سه شنبې د لړم ۱۱ مه د پاکستاني او طالب چارواکو تر خبرو اترو وروسته پرانستل شوې ده.

دا دروازه پر داسې مهال د افغان مسافرو پر مخ پرانستل کېږي، چې تر اوسه پورې زرګونه مسافر د دروازې خلاصېدو ته په انتظار و، چې له ډېرو سره یې د پاکستاني پولیسو له خوا ناوړه چلند هم کېده.

دغه لاره د تېرې میاشتې په پيل کې د طالبانو له لوري تړل شوې وه او ویل یې لار یې ځکه تړلې چې پاکستاني لوری له افغان وګړو سره ناسم چلند کوي.

خو اوس هوکړه شوې چې پاکستاني پولیس به د خلکو له ځورنې لاس اخلي او د کندهار خلک په اصلي تذکره کولی شي چمن ته واوړي او د چمن خلک کولی شي په خپلو کارډونو کندهار ته تګ راتګ او سوداګري وکړي.

چمن- سپین بولدک په جنوب کې له بلوچستان سره د افغانستان مهمه لار ګڼل کېږي چې پر دې لار د میلیونونه ډالرو سوداګرۍ تر څنګ زرګونه کسان هم تګ راتګ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي