۰
امریکا:

د تخلیې ماموریت موږ ته په ستر سرخوږي بدل شوی دی

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له افغانستان د تخلیې ماموریت امریکا ته په یوه ستر سرخوږي بدل شوی دی.
د تخلیې ماموریت موږ ته په ستر سرخوږي بدل شوی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له افغانستان د تخلیې ماموریت امریکا ته په یوه ستر سرخوږي بدل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستي وضعیت او د تخلیې ماموریت دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړې او ټول یې سرګردانه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې جریان کې لسګونه ستونزې وې چې دوی لا هم ورسره لاس او ګریوان دي خو هڅه کوي ژر تر ژره دغه بهیر بشپړ کړي او شته ناخوالې پای ته ورسوي.

دی وايي، دمګړی ځانګړې ډله د دغه بهیر په اړه پلټنه کوي چې په پای کې به ټول معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړل شي.

امریکا د اګسټ په پنځلسمه په افغانستان کې د تخلیې ماموریت پیل کړ چې په دې لړ کې یې زرګونه کسان له افغانستان و ایستل خو نړیوالو د امریکا پر دې بې پلانه او غیر مسلکي کار سختې نیوکې کړې دي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي