۰
​​​​​​​پر داوود خان روغتون د برید دویم تعقیب:

برید د یوه بریدګر په وژل کېدو او دوه نورو په نیول کېدو پای ته رسېدلی

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۹
طالب سرچینې وايي، کابل کې د سردار داوود خان په روغتون ډلیز وسله وال برید د دوه تنو بریدګرو په نیول کېدو سره پای ته رسېدلی دی.
برید د یوه بریدګر په وژل کېدو او دوه نورو په نیول کېدو پای ته رسېدلی
طالب سرچینې وايي، کابل کې د سردار داوود خان په روغتون ډلیز وسله وال برید د دوه تنو بریدګرو په نیول کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن سه شنبه د لړم ۱۱ مه ماسپښین یوه بجه د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د وزیر اکبرخان په سیمه کې د سردار داوود خان روغتون ته نېږدې لومړی دوه پرلپسې چاودنې وشوې.

تر چاودونو وروسته چې د طالب چارواکو په وینا مرګ ژوبله هم لري، یو شمېر وسله وال بریدګر دغه روغتون ته د ننه شوي، چې د امارت ځانګړي ځواکونه په رسېدو سره یې جګړه کړې ده.

طالب چارواکو د وسله والو بریدګرو شمېر نه دی په ګوته کړی خو وایي، برید داعش خوارجو کړی، چې تر دوه ساعته وروسته د یوه بریدګر په وژل کېدو او دوه نورو په نیول کېدو جګړه پای ته رسېدلې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي تایید کړې، چې داعش بریدګر داوود خان روغتون ته ننوتي و خو د شمېر او مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې درې طالبان هم دي.

خو ځینې لوېدیځې رسنۍ بیا د طالبانو سرچینو له قوله وايي، په دغه برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره ملکي او څومره طالب سرتېري دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی هم د برید او په کې د مرګ ژوبلې رامنځ ته کېدو پخلی کړی خو وايي جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې د ایمرجنسي روغتون سرچینو ویلي، چې دوی ته د برید له ځایه تر اوسه پورې ۹ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د طالبانو واک ته له رسېدو او په کندوز او کندهار کې تر خونړیو ځانمرګو بریدونو وروسته دا لومړی ځل دی، چې کابل کې وسله وال ډلیز برید کېږي او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي