بایډن او اردوغان د افغانستان په اړه په ګډو همکاریو هوکړه کړې

12 عقرب 1400 ساعت 8:23

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په اړه خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده.


د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په اړه خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکیې اناتولي آژانس خبر ورکړی، چې ښاغلي اردوغان له بایډن سره د جي ۲۰ غوندې په څنډه کې کتلي او د افغانستان پر موضوع یې خبرې اترې ورسره کړې دي.

د ترکیې ولسمشر په یوه خبري ناسته کې ویلي، له بایډن سره یې د افغانستان، سوریې، لیبیا او مدیترانې سمندر په اړه تر خبرو ور هاخو د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم توافق کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ترکیه به د ناټو سازمان په چوکاټ کې له خپلو متحدینو سره یو ځای د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com