۰

پر سردار داود خان روغتون د برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۸
د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون د پروني برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
پر سردار داود خان روغتون د برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست
د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون د پروني برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داعشیانو پرون سه شنبې د لړم ۱۱ مه له غرمه مهال لومړی دوه چاودنې وکړې او وروسته یې پنځه تنه بریدګر د دغه روغتون انګړ ته ننوتل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د خوراجو په دغه برید کې درې مېرمنې، یو ماشوم او درې طالب سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

خو ځینې لوېدیځې رسنۍ وايي، په دغه برید ۲۵ تنه وژل شوي او تر پنځو زیات ټپیان شوي دي.

داعش ډلې چې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې د یوه لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۴۰ طالبان وژلي دي.
داعش په دغه ادعا کې طالبانو ته د مرتد خطاب کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي