۰
سرچینې:

د داعش په پروني برید کې د کابل د قول اردو قوماندان وژل شوی

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
ځینې سرچینې د طالبانو د غړو له قوله وايي، پر سردار داوود خان روغتون د داعش په پروني برید کې د کابل د قول اردو قوماندان مولوي احمدالله مخلص هم وژل شوی دی.
د داعش په پروني برید کې د کابل د قول اردو قوماندان وژل شوی
ځینې سرچینې د طالبانو د غړو له قوله وايي، پر سردار داوود خان روغتون د داعش په پروني برید کې د کابل د قول اردو قوماندان مولوي احمدالله مخلص هم وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داعش ډلې پرون سه شنبې د لړم ۱۱ مه له غرمې وروسته د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون ډلیز وسله وال برید وکړ.

داعشیانو لومړی دوه چاودنې وکړې او وروسته یې پنځه تنه بریدګر د روغتون انګړ ته ننوتل، چې له طالب سرتېرو سره په جګړه شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په برید کې درې مېرمنې، یو ماشوم او درې طالب سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دی.

ښاغلی مجاهد وايي، په روغتون کې د دننه هېچا ته زیان نه دی اوښتی او برید د پنځو واړه بریدګرو په وژل کېدو سره په چټکۍ سره پای ته ورسېده.

د برید مسوولیت چې داعش اخیستی ادعا یې کړې، چې د یوه قوماندان په ګډون یې د دوی په وینا ۴۰ مرتد طالبان وژلي دي.

ځینو سرچینو د طالبانو د غړو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې د کابل د قول اردو قوماندان مولوي احمدالله مخلص هم وژل شوی دی.

مولوي احمدالله مخلص هغه قوماندان و، چې د کابل تر نیول کېدو وروسته لومړی کس و، چې ارګ ته ننوت او د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په چوکۍ کېناست.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د مولوي احمدالله مخلص د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو د هغه انځورونه لاس په لاس کېږي او ویل کېږي، چې وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي