اسلامي امارت:

په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه باید پر افغانیو وي، خارجي اسعار بند دي

12 عقرب 1400 ساعت 9:39

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خبرولو سره په ټول هېواد کې پر خارجي اسعارو راکړه ورکړه بنده کړې او وايي افغانۍ باید وکارول شي.


د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خبرولو سره په ټول هېواد کې پر خارجي اسعارو راکړه ورکړه بنده کړې او وايي افغانۍ باید وکارول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه کې ویلي، په هېواد کې د بهرنۍ کرنسۍ په کارولو بشپړ بندیز دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې په هېواد کې اقتصادي حالت او ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي.

اسلامي امارت ټولو هیوادوالو، دکاندارانو، تجارانو کسبه کارانو او عامو خلکو ته لارښونه کړې، له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کړي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنۍ کرنسۍ کارول د هېواد په اقتصاد منفي اغیز کوي او ټولو هېوادوالو ته يې زیان رسیږي.

د افغانستان اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ کېږي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com